د کانکور ازموینه

میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسه  د افغانستان د امحتاناتو د ملی ادرای د کانور د ازموینی د طرزالعمل مطابق په کال کی  دوه ځله کانکور ازموینه  د امحتاناتو ملی اداری له لوری  د معرفی سوی پلاوی په حظور کی د ټولو اړوند اصولو او مقرارتو په نظر کی نیولو او پوره شفافیت سره اخیستل کیږی.
لومړی  د پسرلنی سمستر لپاره د کانکور(عمومی او متفرقه)  ازموینی د حمل په میاشتی کی اخیستل کیږی. دوهم د ژمنی سمستر لپاره د کانکور(عمومی او متفرقه) ازموینی د سنبلی په میاشت کی اخیستل کیږی.
مؤسسه په یاده ازموینه کی د دری پوهنځيو( طب معالجوی، حقوق او سیاسی علوم او اقتصاد) لپاره محصلین جذبوی. 


د کانکور د ازموینی شرایط:
•    د دولسم شهادت نامه یا دری کلنی نمیری.
•    هغه محصلین چی په اختصاصی ازموینه کی ګډون کوی باید د نمرو فیصدی یی تر ٪۸۰ پورته وی.
•    د تذکری رنګه کاپی د ځان سره ولری.
•    شپږ قطعی عسکونه د ځان سره ولری.
نوټ:د ټولنی آسیب پذیر کشر (معلول محصلین، ورثه شهدا او ښځینه محصلین) او واجد د شرایطو محصلینو ته ځانګړی تخفیف په نظر کی نیول سوی دی.


2024-Apr-19