د پوهنځی د چارو د لا ښه سمون او چټکتیا په موخه معالجوي طب پوهنځی دری ګونې څانګې پاراکلینیک،داخله او جراحي لري، ددې څانګو چاری نیغ په نیغه د څانګو د آمرینو او اړونده استادانو لخوا د لوړو زده کړو وزارت د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې پر مخ بیول کیږي. پاراکلینیک څانګه د لومړي سمستر څخه بیا تر شپږم سمستر پورې د استادانو او محصلینو اړوند ادارې او اکاډمیکې چارې تر سره کوي، جراحي او داخله څانګې له اووم سمستر څخه بیا د ستاژ دورې په ګډون د استادانو او محصلینو اړوند اداري او اکاډمیکې چارې پر مخ وړي.