2021-07-01

زموږ فارغ محصل!

ډاکټر نقیب احمد دوست چي د ميرويس نيکه لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب پوهنځی ددريمي دورې فارغ محصل دی.

دوست صاحب د لیسانس زده کړو تر بشپړېدو وروسته د هند هیواد په سرويډیا ۳۵۰ بستریز روغتون کي خپلي عملي زده کړي (ستاژ) سر ته ورسولې، همدا رنګه اوس مهال يې د کندهار پوهنتون د طب په برخه کي د ماسټري زده کړي جریان لري.

ډاکټر صاحب فعلا د ميرويس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب پوهنځی د معاونیت چاري په غاړه لري. او تر څنګ په یاده پوهنځی کي د استاد په حیث هم خپله دنده مخته وړي، نوموړی تر دا مهاله په خپلو چارو کي تر ډیره حده بریالی دی.

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه په خپلو داسي ویاړونو ویاړ کوي او د ژوندانه په ټولو چارو کي ورته لا هم بریالیتوب غواړي.

د یادوني وړ ده چي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې فارغ التحصل محصلین د هیواد په داخل او خارج کي پر یو شمېر لوړو بستونه دنده سر ته رسوي.

زموږ فارغ محصل!



نور اړوند خبرونه
2024-May-01