د محصلانو اتحادیه چي د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د محصلانو چارو د معاونیت تر چتر لاندي فعالیت کوي او رئیس یې عبدالقادر تکین دی
په لاندي برخو کي مکلفیت لري
د محصلانو د حقوقو څخه دفاع
د محصلانو ستونزو ته رسیدګي
د محصلانو ملاتړ کول
د محصلانو د ظرفیت لوړوني لپاره پروګرامونه ترسره کول
د محصلانو او پوهنتون د ادارې تر منځ پول را منځ ته کول
د محصلانو اړتیاو ته رسیدګي
او یو شمیر نور مکلفیتونه په غاړه لري.
د اتحادیې د ریس پیژندنه:
د عامه اړیکو او د محصلانو د اتحادیې رئس عبدالقادر تکین د نن څخه څلرویشت کاله مخکي د وطن څخه د باندي د مهاجرت په دوران کي دې نړۍ ته سترګي پرانستلې۔
لومړۍ زده کړي یې له خپل مور، پلار او مدرسه کي وکړې؛ ورپسې د کندهار شاه حسین هوتک افغان ترک لیسې څخه په ٢٠١٤ کال کي فارغ سو، یو کال یې د ژورنالیزم په برخه کي زده کړي وکړې او د ٢٠١٦ څخه یې په رسنیو کي په خبري او سیاسي برخو کي کار پیل کړ چي تر اوسه هم دوام لري.
په ٢٠١٥ کال کي د کندهار پوهنتون پښتو ادبیایاتو رشتې ته بریالی سو چي په کال ٢٠٢٠ کي ور څخه فارغه سو او هم محاله یې په میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې کي حقوق او سیاسي علومو پوهنځی هم تعقیب کړل چي اوس د اوم سمیسټر زده کړیال دی.
ښاغلی تکین په میرویس نیکه پوهنتون کي د تیرو پنځو کالو راهسي دنده اجرا کوﺉ
لومړی د میرویس نیکه پوهنتون د علمي مجلې مدیر وو، ورپسې نشراتو آمر وو او اوس د عامه اړیکو او د محصلانو د اتحادیې رﺉیس دی.
په ټولنیز ژوند کي فعاله او د رضاکارانه کارونو سره ځانګړی علاقه لرﺉ.
د خپل فعالیت او په خپلو کارونو کي د اخلاص له کبله د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د ستایني تر څنګ د هیواد د ولسشمر، لومړۍ میرمني، وزارتونو او ملي شورا له خوا ستایل سوی دی.