د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی پېژندنه

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی پېژندنه

 

په ۱۳۹۰ل کال کي د ميرويس نيکه لوړو زده کړو مؤسسې په جوړښت کي د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د اساسي پوهنځی په توګه په فعاليت پيل وکړ، دا پوهنځی په سويل ختيځ زون کي د حقوقي او سياسي علومو د مسلکي او تخصصي روزني لومړنی مرکز و، تر دې مهاله پدې زون کي ددې علومو په برخه کي د مسلکي زده کړو لپاره پوهنځی نه وه، کله چي دا پوهنځی په فعاليت پيل وکړ، د يو شمېر علمي او اکاډميکو کادرونو په ملتيا يې د زيات شمېر محصلانو لخوا ښه راغلاست وويل سو، په سلګونه محصلان يې جذب کړه او د علمي فعاليتونو چټکتيا يې پيل کړه.

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی دوې څانګي لري(حقوق، سياسي علوم او نړيوالي اړيکي)، کله چي دا پوهنځی تاسيس سوه، نو لومړنی څانګي يې (اداره او ډيپلوماسي او قضا او څارنوالي) وه، خو د ۱۳۹۸ کال څخه وروسته د محصلانو د مسلکي او تخصصي روزني لپاره نوی کريکولم جوړ سو، ددې کريکولم له مخي به محصلان د سمستر له پيل څخه په تخصصي څانګو کي روزل کېږي، نو ځکه اوس ددې پوهنځی ځانګي نوي سوې او محصلان د لومړني سمستر څخه د تخصصي روزني په موخه درسي بهير پيلوي.

د ميرويس نيکه د لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی تر دا مهاله ۱۷ دورې محصلان فارغه کړي دي، په سويل ختيځ زون کي يې خپل اغېز ثابت کړی دی، له همدې کبله دا پوهنځی د خپل پنځه کلن ستراتيژيک پلان له مخي اوږدمهاله موخي لري، تر څو د مسلکي او علمي کادرونو په روزنه کي د ټولني په پرمختګ کي ونډه واخلي او د هيواد په کچه د پرمختګ په روان بهير کي خپل اغېز ثابت کړي.

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی له تاسيس څخه وروسته خپل کارونه د لوړو زده کړو وزارت لخوا د رسمي او تائيد سوي کريکولم له مخي پيل کړي دي، خو وروسته پدې کريکولم کي د ښکېلو اړخونو(محصلانو، علمي کادرونو، فارغانو، کارفرمايانو او اړونده سکتورونو) د نظر سنجۍ له مخي بدلونونه راغلي دي، پدې پوهنځی کي د علمي کادرونو روزل د کار د مارکيټ د اړتيا له مخي کېږي، له همدې کبله ددې پوهنځی څخه فارغه محصلان تر دې مهاله د کار په مارکيټ کي د پام وړ ځای لري، د سويل ختيځ زون اداري اړتياوي يې تر ډېره بريده پوره کړي دي، اوسمهال ددې پوهنځی فارغين او روزل سوي مسلکي او تخصصي کادرونه د هيواد په بېلابېلو برخو کي په دندو بوخت دي، نه يوازي د افغانستان حکومتي اداري جوړښتونو ته يې لاره پيدا کړې، بلکي د نړيوالو او سيمه ييزو مؤسسو سره په ملي او نړيوالو بستونو کي په کارونو بوخت دي، همدارنګه ددې پوهنځی د کمي او کيفي اغېزمنتيا له مخي په ادارو کي ظرفيتونه لوړ سوي دي، کاري وړتيا زياته سوېده، په عدلي او قضايې برخو کي د مسلکي روش له مخي په ټولنه کي عدالت ته د لاسرسي پروسه چټکه سوېده.

اوسمهال د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځی کي ۲۷ مسلکي او مجرب علمي کادري غړي موجود دي، چي ۶۰٪ يې ماسټر استادان دي، همدارنګه په حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی کي د محصل او استاد د تناسب سلنه د لوړو زده کړو وزارت لخوا د ټاکل سوي معيار مطابق ده، پدې پوهنځی کي هره ټولګۍ يو لارښود استاد لري چي د همدې استادانو لخوا د خپلو زده کړيالانو سره منظمي جلسې کېږي، د هر ډيپارټمنټ د شورا له لاري د ډيپارټمنټونو مديريت کېږي. د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی استادانو په سلګونه څېړنيزي مقالې په ملي مجلو او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کي نشر کړي دي.

(ليرليد)Vision:

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی غواړي چي د نړيوالو معيارونو او افغاني ټولني د اړتيا سره سم په حقوقي او سياسي برخو کي علمي کادرونه وروزي او پدې برخو کي د علمي- څېړنېزو فعاليتونو او مسلکي خدماتو په وړاندي کولو سره د هيواد په کچه د با اعتباره پوهنځی په توګه څرګنده سي.

ماموريت (رسالت)Mission:

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د پرمختللي ټيکنالوژۍ، معياري تحصيل او د زده کړو با کيفيته سيستم له لاري په ملي او نړيواله کچه علمي کادرونه روزي، تر څو د هيواد ځوانان وکولای سي چي خپلي علمي او تخصصي موخي تر لاسه کړي او د زده کړو او مهارتونو په تر لاسه کولو سره د هيواد د خدمت مصدر وګرځي.

موخې (Goals):

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د هیواد د نافذه قوانينو، د ملکي لوړو زده کړو قانون، د لوړو زده کړو د مقرراتو، لوايحو او کړنلارو، د ميرويس نيکه د لوړو زده کړو مؤسسې د ستراتيژيک پلان او اساسنامي او د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د ستراتيژيک پلان له مخي دوه ډوله موخي لري، يو ډول يې کُلي موخي دي او بل ډول يې فرعي موخي دي:

لومړی: کُلي يا عمومي موخي

د نړيوالو معتبرو معیارونو او د ټولني د اړتيا سره سم د حقوقي او سياسي پوهي معياري تدريس رامنځته کول؛

د غوښتونکو او زده کړيالانو داسي ظرفيت لوړونه چي د ټولني، دولت او نړيوالو بنسټونو غوښتنه وي؛

په حقوقي، سياسي او اداري برخو کي د لوړو زده کړو د پروګرامونو د لسانس څخه ماسټرۍ ته لوړول؛

د نړيوالو معيارونو له مخي د تدريسي معيارونو او تدريسي بهير لوړول؛

د حکومت او ټولني لپاره د بهترينو رهبرانو، مديرانو او مسلکي حقوقي کادرونو وړاندي کول؛

د موجوده ذهني او فزيکي امکاناتو په درلودلو سره د معاصرو او نړيوالو نورمونو او معيارونو سره سم د څېړنو د فرهنګ ترويج او د معياري څېړنو له لاري د علم توليد.

دوهم: فرعي يا جزيې موخي

د هيواد د لوړو زده کړو وزارت د کړنلارو او لايحو سره سم، د افغاني ټولني د اړتيا او نړیوالو معيارونو مطابق د نصاب او کريکولم معياري کول او پلي کول؛

د علمي-معلوماتي سيمينارونو، کورسونو او پروګرامونو له لاري په ټولنه کي د مطالعې د ذهنيت ترويج او د علم د لاري د ټولني د پرمختګ لپاره د عامه فکري بستر جوړول؛

د حقوقي او سياسي زده کړو اړوند د سالمو سياليو رامنځته کول؛

د اړونده څانګو د کيفي تقويې لپاره د لازمو اسانتیاوو رامنځته کول؛

د حقوقي کلينيک او د سياسي علومو د کلب د پروګرامونو د پياوړتيا په موخه د لازمو اسانتياوو رامنځته کول او د ټولني د اغېزمنيتا په موخه د لازمو او غوره پروګرامونو تدوير.

بنسټيز ارزښتونه (Core Values):

د ميرويس نيکه د لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی هڅه کوي چي د زده کړيالانو اوږدمهاله ظرفيت لوړونه او د معياري درسي بهير رامنځته کول خپل اساسي دنده وګڼي، تر څو د زده کړو دا بهير د هيواد د ديني، علمي، کلتوري او ټولنيزو ارزښتونو سره سم مخته ولاړ سي. هره ټولنه ځانګړي ارزښتونه لري، دا ارزښتونه بايد د تحصيلي بهيرونو په لړ کي په پام کي ونيول سي، ولسي ارزښتونه بايد له پامه ونه غورځول سي، ددې لپاره چي د افغاني وياړلو ارزښتونو په منځ کي د حقوقي او سياسي علومو د زده کړو بهير په ښه ډول مخته ولاړ سي، لاندي ارزښتونو ته قايل يو:

اسلامي اصولو، ارزښتونو او باورونو ته په صادقانه ډول وفاداري او باور درلودل او هم د افغاني ټولني وياړلي ارزښتونه په پام کي نيول؛

 ملي روحيې، ملي وحدت او په افغانستان کي ريښتني سياسي ثبات ته ژمنتيا؛

په پوهنځی کي اخلاقي بنسټيزو اصولو او انساني کرامت ته درناوی او د هر ډول تبعيض، تعصب او آزار مخه نيول؛

د لوړو زده کړو کيفيت او معيار ته ژمنتيا؛

د ټولني په پرمختګ کي د معياري څېړنو په ترسره کولو باور؛

د پوهي توليد او د نورو پوهو شخصيتونو د نظرياتو، وړانديزونو، طرحو او نيوکو څخه ګټنه کول؛

د زده کړيالانو پر وړاندي د مسؤليت منلو پر روحيې باور؛

د ټولني د پرمختګ په موخه د سالم بشري ځواک روزلو ته ژمنتيا؛

د اغېزناکه او ټولني ته د خدمت په موخه د کارنده ادارې جوړولو ته ژمنتيا.

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی مانيفيسټ Manifest of Law and Political Science Faculty

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د زده کړيالانو د ښه تدريسي بهير د رامنځته کولو په موخه ځانګړې مانيفيسټ (مرامنامه) لري، ددې مرامنامې له مخي هڅه کېږي چي ددې پوهنځی ټول علمي، اداري او د عملي زده کړو پروګرامونه په اغېزناکه ډول مخته ولاړ سي، تر څو د ټولني په پرمختګ کي ونډه واخلي، دا پوهنځی ژمنه ده چي د خپلو زده کړيالانو د ښې روزني په موخه بېلابېل وسايل په کار واچوي، تر څو د اغېزمنتيا کچه يې زياته سي. د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د خپلو اوږدمهاله موخو او ليرليد له مخي د لاندي مانيفيسټ پلي کول غواړي، تر څو د علمي پروګرامونو داسي اغېزمنتیا رامنځته کړي چي له يوې خوا د ټولني اړتيا پوره کړي او له بلي خوا د نړيوالو معيارونو له مخي د لوړو زده کړو خدمات وړاندي کړي:

  • د نړيوالو معيِارونو او د ټولني د غوښتني سره سم د ظرفيتونو روزل او د لوړو زده کړو وزارت د کيفيت د معیارونو په پام کي نيولو سره د معتبرو تدريسي موادو په تدريس سره د زده کړيالانو د ظرفيت لوړونه؛
  • د عملي کارونو لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره په زده کړيالانو کي د لازمو مهارتونو روزل؛
  • د حقوقي کلينيک د پروګرامو د لاري د زده کړيالانو لپاره د بېلابېلو حقوقي عملي پروګرامونو پلي کول؛
  • د حقوقي مشورو له لاري په ټولني کي د عدالت او انصاف د پلي کولو په موخه د حقوقي منځګړتوب(حکميت) د لاري د شخړو سوله ييز حل؛
  • په هيواد کي د ښه حکومتولۍ په موخه د بشري ځواک روزل؛
  • د اړتيا پر مهال د نوو ډيپارټمنټونو رامنځته کول، تر څو په حقوقي او سياسي علومو کي د تخصصي زده کړو ساحه پراخه سي؛
  • د افغانستان په کچه د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د تدريسي نصاب او کريکولم په جوړولو کي ونډه اخيستل؛
  • د کورنيو او بهرنيو پوهنتونونو او د لوړو زده کړو مؤسسو سره د تخصصي همکارۍ هڅونه؛
  • د ټولني د اړتيا، د نړيوالو معيارونو او د قانون جوړوني د پروسې په پام کي نيولو سره د پوهنځی په کچه د لوړو زده کړو د ليسانس څخه ماسټرۍ ته ارتقا؛
  • د تخصصي او مسلکي پوهي د پياوړتيا په موخه د څېړنيزو پروګرامونو په کار اچول؛
  • د حقوقو او سياسي علومو په برخه کي د داسي تحصيلي پروګرامونو پلي کول چي په ملي او نړيواله کچه د معيارونو مطابق او د ټولني غوښتنو ته ځواب ويونکي وي؛
  • د تخصصي پوهي د انتقال لپاره د مناظرو، مباحثو او ګډو کنفرانسونو رامنځته کول، تر څو محصل محوره فرهنګ ترويج سي.
  • د ميرويس نيکه د لوړو زده کړو مؤسسې د علم د توليد په پروسه کي د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د استادانو لخوا د علمي مقالو، سيمينارونو او کورسونو دايرول، تر څو د ټولني په پرمختګ کي فعاله ونډه واخلي؛
  • پوهنځی او اکاډميک چاپيريال بايد د هر ډول مذهبي، قومي، ژبنيزو، سمتي او نورو تعصبونو او نفرتونو څخه پاکه وي؛
  • د ټولني د ستونزو د حل په موخه تقنني طرحي او وړانديزونه جوړول او د اړونده سکتورونو سره شريکول؛
  • د څېړنو د کلتور د ترويج په موخه د سمينارونو او ورکشاپونو داېرول، تر څو په ټولنه کي د څېړنيزو پايلو له مخي محاسبې رامنځته سي؛
  • د حقوقو او سياسي علومو د داسي استعمال لپاره عملي کارونه رامنځته کول چي زده کړيالان وکولای سي چي په کمي او کيفي ډول په خپل ورځنی ژوند کي وکاروي او د ژوند او ټولني اړونده ستونزي ورباندي حل کړي.
  • په ټولنه کي د متقابل درناوي او د اخلاقي اصولو د بنسټيز کولو په موخه د زده کړيالانو روښانفکره، منتقد او هڅاند روزل؛
  • د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د قوانينو، مقرراتو، لوايحو او کړنلارو په چوکاټ کي د ټولني د اړتيا او د کار د مارکيټ د محاسبې له مخي د کريکولم او نصاب تجديد نظر کول؛
  • د علمي پروګرامونو د ګټورتوب په موخه د کيفيت د لوړاوي د ټولو معيارونو او پروسو پلي کول، تر څو د ټولني د اړتيا او نړيوالو معيارونو سره سم تحصيلي چوپړونه وړاندي سي؛
  • د حقوقي، سياسي او علمي څېړنيزو پروژو د پلي کولو په موخه د پوهنځی د څانګو او استادانو د پياوړتيا لپاره لازم پروګرامونه او امکانات په کار اچول؛
  • د اکاډميکو او اداري کارکوونکو د ظرفيت لوړوني په موخه د بورسونو، کورسونو او لنډمهال پروګرامونو پلي کول؛
  • د کتابتون غني کول او د بريښنايې کتابتون جوړول تر څو استادان او زده کړيالان په اسانۍ سره لاسرسی ورته ولري؛
  • د زده کړيالانو د مسلکي پوهي د زياتوالي په موخه د حقوقي کلينيک د پروګرامونو پلي کول، تر څو د تمثيل، عملي کار او لوبغاړو په توګه په پروسو، پروګرامونو او مسايلو کي رول ولوبوي؛
  • د پوهنځی په کچه د ويبپاڼي رامنځته کول يا هم د پوهنتون په ويبپاڼه کي د پوهنځی په ټاکلي مينو کي د پوهنځی اړونده پايلي، اسناد او لارښودونه خپرول؛
  • د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو د زده کړيالانو لپاره د سياسي علومو د کلب جوړول او پدې کلب کي د ډيپلوماټيکي تشريفاتو، د سياسي مسايلو تحليل، د سياسي وينا فن او نور اړونده عملي او تمثيلي پروګرامونه په کار اچول؛
  • د علمي او فرهنګي ورځو لمانځل، تر څو په ټولنه کي علمي ارزښتونه بنسټيز سي او علمي فرهنګ ترويج.
  • د حقوقي او سياسي علومو اړوند د پراخو څېړنو، هڅو او نوښتونو له لاري لازم پروګرامونه نيول.

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی راتلونکي پروګرامونه:

  • د خپلو فارغو محصلانو لپاره د ماسټرۍ د پروګرام رامنځته کول او تطبيق؛
  • د خپلو دايمي او قراردادي استادانو لپاره د مادي او معنوي امتيازاتو زياتوالی؛
  • د استادانو د تحصيلي سويې لوړول، لکه ماسټري او دوکتورا ته استول؛
  • د اړونده سکتورونو سره د محصلانو د عملي زده کړو د پياوړتيا په اړه تفاهمليکونه لاسليکول؛
  • د انلاين درسي پروسې له لاري د محصلانو د ظرفيت لوړوني پروګرامونه رامنځته کول، تر څو د نړيوالو معتبرو پروهنتونو سره په علمي او اکاډميکي اړيکي کي د محصلانو ظرفيتونه لوړ سي؛
  • په حقوقي کلينیک کي د (ماشوم حقوق، معلولينو حقوق، اقليتونو حقوق...) برنامو تطبيقول؛
  • د پوهنځی لپاره د خپلواک کتابتون رامنځته کول؛
  • د کورنيو او بهرنيو پوهنتونو او د لوړو زده کړو مؤسسو سره د خپلو محصلانو ظرفيت لوړوني او فارغانو د تحصيلو برنامو لپاره د تفاهمليکونو لاسليکول؛
  • د استادانو د علمي کتابونو، مقالو او نورو اثارو لپاره د چاپ زمينه برابرول؛
  • د مُډرنو تدريسي روشونو له مخي او د OBE د ميتودونو په رعايت سره د تدريسي بهير د کمي او کيفي معيارونو اصلاح او برابرول؛
  • د تحصيل په بهير کي د زده کړيالانو لپاره د بېلابېلو کلتوري، سپورټي او تفريحي پروګرامونو رامنځته کول، تر څو زده کړيالان زده کړو ته وهڅېږي.
  • د حقوقي او سياسي مناظرو او ډيالوګ رامنځته کول؛
  • د سياسي علومو د کلب پياوړتيا؛
  • د سياسي مسايلو د تحليل د ميتودونو روزنيز ورکشاپونه او کورسونه رامنځته کول؛
  • د سياسي وينا د فن او مهارتونو د تقويې په موخه د زده کړیالانو روزنه؛
  • د ډيپلوماټيکي تشريفاتو او د نړيوالو اړيکو د آداب او تشريفاتو اړوند د زده کړيالانو روزنه؛
  • د څېړنيزو ورکشاپونو او کورسونو دايرول.

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی تشکيلاتي چارټ:

 

2024-Mar-19