د اقتصاد پوهنځی پېژندنه

د اقتصاد پوهنځی پېژندنه

په ټولنه کي دموجودي تقاضأ اواړتیاوو مطابق باکیفیته تحصیلي چوپړونه وړاندي کول دیوه هیواد د ټولو تحصیلي بنسټونو د نصاب او درسي محتویاتو پایښت لرونکی بدلون، کتني او ښه والي ته اړتیالري.

لکه څرنګه چي هیواد والو ته روښانه او جوته ده چي د ټولنیزو، فرهنګی، کلتوری او اقتصادی  پرمختیاوو اساسی سټه او بنسټ اقتصاد تشکلیوی نو په همدی اساس په یو ټولنه کی اقتصادی وده او پرمختګ اړین او ضروری ګنل کیږی. د اقتصادی ودی او پرمختګ لپاره د اقتصاد په علم پوه او مسلکی کادرونو ته ډیره اړتیا ده او د دی مسلکی خلګو د روزلو لپاره مسلکی او علمی څانګو ته اړتیا شته چي د همدغه احتیاج پر بنسټ او مبنأ د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسه کی د اقتصاد پوهنځی  ته مبرم او اړین ضرورت وو، د دی ضرورت په نظر کی نیولو سره د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسی مشرتابه دا وپتیله چي د اقتصاد پوهنځی  میرویس نیکه لوړو زده کړومؤسسه کی تأسیس او عملأ په کار پیل وکړی.

دافغانستان تحصیلي بنسټونو هم یووخت دسیمي اونړۍ په سطح باکیفیته اوپه نړیواله کچه برابر تحصیلي چوپړونو چمتو کول، بدبختانه د څو وروستیو لسیزو په اوږدوکي ددوامداره جنګونو اوستونزو له کبله نده توانیدلي چي دخپلو تحصیلي نهادونوپه حالت اوتحصیلي نصاب کي عمده بدلونونه منځ ته راوړي.

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسی داقتصاد  پوهنځی  د سهیل لویدیځي حوزي د تقا ضأ او اړتياوو په نظر کی نیولو سره او د موجوده اقتصادی ستونزو د حل لپاره  په ۱۳۹۲کال کي منځ ته راغله اوپه ۱۳۹۳کال کي داقتصاد پوهنځی  په نامه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسی دپوهنځیو په ډله کي په عملی ډول شامله سوه.

د اقتصاد پوهنځی څانګي

اقتصاد پوهنځی په خپل تشکیل کي دوه څانګي یا ډيپارټمنټونه لري چي عبارت دي له:

  • د تجارت اداره BBA څانګه
  • د بانکي اومالي چارو څانګه

باید یادونه وشي چي د محصلینو د تقاضا په اساس اوس مهال یواځي د تجارت اداره BBA څانګه فعاله ده او دوهمه څانګه غیر فعاله ده.

لرليد:  اقتصاد پوهنځئ به د هیواد په کچه په مالي، مدیریتي او اقتصادي برخو کي د زده کړو او څیړنو له لاري په ټولنه کي وده او پیاوړتیا رامنځ ته کړي.
رسالت:اقتصاد پوهنځئ د یو علمي، مسلکي او څيړنیز نهاد په حیث د تولیدي او تجارتي ټولني د بیلابیلو برخو لپاره علمي کادرونه روزي.
هدف:

  1. د علمي پروګرامونو او کورسونو چمتو کول ترڅو محصلین فوق لیسانس زده کړو او کاري ساحو ته لاره پیدا کړي.
  2. په دقیق ډول د هیواد د بازار او اقتصاد ارزونه کول.
  3. په اقتصادي برخه کي د ټولني د اړتیاوړ کاري ځواک روزلو ته ژمن پاتي کیدل.
  4. د زده کړه ئیزو پروګرامونو او کړنو له لاري د محصلینو او ټولنیزو او فرهنګي ارزښتونو ته لوړوالی ورکول.
  5. د آرام زده کړه ئیز چاپریال رامنځ ته کول.
  6. د مختلفو اقتصادي تجاربو په ذریعه د هیواد د عامه  او خصوصي اقتصادي پالیسیو لپاره نوي طرحي پلټل.
  7. داسي عملي او فکري څيړني کول ترڅو د تجارتي او اقتصادي اورګانونو اهمیت، اغیزي او ګټور مسیر څرګند کړي.

ارزښتونه:

  1. مناسبي پريکړي: موږ ډاډ ورکوو، چي زموږ پریکړي پر کره معلوماتو بنأ دي او زموږ د محصلینو او ټولني ګټي او ارزښتونه پکي نغښتي.
  2. بشپړتیا او شفافیت: موږ  مسلکي خدماتو، لوړو اکاډمیکو معیارونو او اخلاقي کړنو ته ارزښت ورکوو او د عملي کولو لپاره يي متعهد یو.
  3. تلپاتي زده کړي: موږ باور لرو چي زده کړي یوه اږودمهاله او تلپاتي اړتیا ده. د دغه اړتیا رفع کولو لپاره د محصلینو لپاره فرصتونه ایجادوو او په دغه برخه کي یی هڅوو.
  4. نوښت او ابتکار: موږ باور لرو چي ابتکارات ټولنه د پرمختګ په لوري خوځوي، د دي لپاره په داسي درسي فضا او څیړنیزو پروګرامونو کار کوو چي په ټولنه کي د نویو نوښتونو او هوسايي لامل شي.
  5. ټولنیز خوندیتوب: په علمي برخه کي پر نړیوال کيدني باور لرو. ددي لپاره په داسي درسي چاپریال باندي کار کوو چي زموږ د مذهب او کلتور په چوکاټ کي د هر غړي احساسات او معنویات خوندي وي.

 

 

د اقتصاد پوهنځی رياست تشکيلاتي جدول

 

 

 

 

 

 


2024-Mar-19