د اقتصاد پوهنځی کمیټي

د اقتصاد پوهنځی کمیټي

 د اقتصاد پوهنځی د خپلو چارو د ښه ترسره کولو لپاره لاندي ۱۰ کميټي لري.

منشي

مشر/ مسؤل

شورا / کميټه

شميره

قیس احمد ادبیار

عبدالحمید عیان

علمي شورا

1

احمد محمدي

محمد مسعود محمدي

د نصاب او ارزوني کمیټه

2

محمد خالد عزیزي

محمد ویس خواجه

دکيفیت لوړاوي کميټه

3

محمد ویس خواجه

غلام رباني شهامت

دستراتیژيک پلان کميټه

4

عبدالحمدی عیان

عبدالاحد زاهد

د څیړني کميټه

5

سورګل اعظیمي

بریالی روحان

د نشراتو او عامه ښيګڼو کميټه

6

محمد مسعود محمدي

محمد خالد عزیزي

دنظم اوديسپلين کميټه

7

قاري عبدالمنان حماد

حافظ احمد نعماني

د محصلینو د نماینده ګانو سره شورا

8

امین الله رسولي

سورګل اعظيمي

د بريښنایي زده کړو کميټه

9

محمد واسع صدیقي

احمد محمدي

د امتحاناتو کمیټه

10

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

۱.د اړیکو او تفاهمنامو د څار کمیټه

د ډیپارټمینټ، پوهنځی او مؤسسی د لا پرمختګ لپاره په داخلی او خارجی علمی او تحصیلی نهادونو سره همدارنګه تولیدی او خدماتی نهادونو سره د اړیکو ټینګول او هوکړه لیکونو لپاره زمینه مساعدول. د محصلانو د عملی کارونو، انټرنشپونو، څیړنو او تجربو لپاره د اړوند علمی او تجارتی مرکزونو سره د اړیکو ټینګول او هوکړه لیکونو رامنځته کول.

۲.د نظم او دسپلین کميټه

د لوړو زده کړو وزارت د نظم او ډیسیپلین لایحه کښي د ذکر شوو اجتماعی ضد مواردو تثبیت کول. د نظم او ډیسیپلین په برخه کښي د موسسی د علمی شورا او د نظم او ډیسیپلین کمیټی د پریکړو تطبیق کول.

۳.  د محصلانو د نماینده ګانو شورا

د محصلانو ستونزی اوریدل او د اداری سره د هغه شریکول. د محصلانو د ستونزو د حل لپاره طرحی وړاندیز کول. د مؤسسی، پوهنځی او څانګو د پرمختګ په برخه کښی د محصلانو د نماینده ګانو طرحی ترلاسه کول.

۴.د عامه ښیګڼو او نشراتوکمیټه

د پوهنځی په داخل او خارج کښي د چاپی نشراتو ترسره کول او د هغوی کنټرول. د عامه ښیګڼو په موخه د طرحو وړاندی کول او د با صلاحیته مقاماتو سره د هغه شریکول.

۵.د ازموینی کميټه

په پوهنځی کښی د ازموینی شروع، د ازموینی اړوند فعالیتونه ویش او سپارنه، د ازموینی د صحنو نظارت، کنټرول او ټول هغه فعالیتونه چی په پوهنځی کښي د ازموینی سره اړیکه لری مخی ته وړل.

۶.د څیړنی کمیټه

د څیړنو لپاره پلانونه جوړول. د محصلانو مونوګرافونه کتل او دهغوی تائید کول. د څیړنیز مرکز سره د څیړنو په برخه کښي مرسته کول او غونډو کښي یی اشتراک کول. د نورو څیړنیز مراکزو سره اړیکه ټینګول ترڅو د پوهنځی د استادانو او محصلانو په څیړنیز وړتیاوو او مهارتونو کښي ارتقا رامنځته شی.

۷.د کیفیت د لوړاوی کمیټه

د کیفیت د لوړاوی د ۱۱ اصلی او ۴۴ فرعی معیارونو تطبیق او تعقیب کول کوم چی د لوړو زده کړو وزارت لخوا ټاکل شوی دی. د کیفیت د لوړاوی په برخه کښي زیدخل اشخاصو ته روزنه ورکول ترڅو پوهنځی لوړ معیار وساتی او د ټاکل شوو معیارونو مطابق خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی.

۸.د ټولګی د تدریسی حالت او د کاریکولم د تطبیق څخه د څارنی کميټه

د درسی بهر د لابهتری او برتری په پار د تدریس میتودونه، د کاریکولم تطبیق، درسی مواد او محتویات، د هغوی انتخاب، د تدریس میکانیزم، ټکنالوژی کوم چی په درسی بهیر کښي په کار وړل کیږی، او نور اړین فکتورونو په دوامداره توګه نظارت ترسره کیږی ترڅو د پایلو پر اساس تعلیم او د زده کونکي مرکزیت ته په کتنی سره د تدریس بهیر جریان پیدا کړی.

۹.د بریښنایی زده کړو کمیټه

د تکنالوژی رول په درسی میتودونو کښي واضح کول. داسی درسی پروګرامونه معرفی کول، ځانګړی کول، او عملی کول په کومو کښي چی د موثرو پایلو د ترلاسه کولو په پار د تکنالوژی څخه په استفادی سره د تدریس بهیر مخی ته وړل کیږی. پوهنځي ته د مجازی زده کړیز چاپیریال معرفی کول او د هغه اړوند ګټو او ښیګڼو ته شرح ورکول. د پوهنځی استادانو او محصلانو ته د معلوماتو د راټولو، د هغوی د ساتنی، د هغوی د تجزیی او تحلیل په برخه کښي روزنه ورکول ترڅو د لوړو زده کړو مؤسسی، پوهنځی او څانګی توجه د بریښنایی سوداګری لوری ته مایل شی او د هغه مختلیفو کتګوریو ته میلان حاصل کړی.

۱۰.د ستراتیژیک پلان کميټه

ددی لپاره چی اقتصاد پوهنځی خپل مطلوب مراح حاصل کړی او د چاپیریال سره توافق حاصل کړی، اقتصاد پوهنځی د چاپیریال متحولینو ته په کتنی سره خپل په ستراتيژیک پلان کښی په هرو ۶ میاشتو کښي تغییر او تبدیل راول.ددی لپاره چی د اقتصاد پوهنځی خپل اوږدمهاله او لنډ مهاله اهداف په موثره توګه حاصل، او د اوسنی حالت څخه مطلوب حالت ته ارتقا حاصله کړی د ستراتیژیک پلان کمیټه خپل ورسپارل شوی فعالیتونه او وظایف ترسره کوی ترڅو له یوی خوا اقتصاد پوهنځیته رقابتی قوه ورترلاسه کړی او له بلی خوا د فعالیتونو د اجرا او د اهدافو د ترلاسه کولو په وړاندی چی کوم خنډونه موجود دی له منځه لاړ شی.

 


2024-Mar-19