د تجارت او ادارې څانګه

د تجارت او ادارې څانګه

د تجارت اداري ((BBAڅانګه

په سیمه کي د موجودي تقاضأ او اړتیاوو مطابق باکیفیته تحصیلي چوپړونه وړاندي کول د یوه هیواد د ټولو تحصیلي بنسټونو  (دولتي او خصوصي)د نصاب او درسي محتویاتو پایښت لرونکی بدلون، کتني او ښه والي ته اړتیا لري. د میرویس نیکه لوړو دزه کړو موسسی داقتصاد  پوهنځی د سهیل لویدیځی حوزي د تقاضا او اړتياوو په نظر کی نیولو سره او د موجوده اقتصادی ستونزو د حل لپاره  په ۱۳۹۲کال کي منځ ته راغله اوپه ۱۳۹۳کال کي داقتصاد پوهنځی په نامه د میرویس نیکه لوړو زده کړو موسسی دپوهنځیو په ډله کي په عملی ډول شامله سوه..

افغانستان یو پرمختیایی هیواددی چی د خلکو د پرمختګ شاخص یی زیاترو هیوادونو ته ټیټ او په وروسته پاتی ګتګوری کښی شمیرل کیږی. داهم یو منل شوی اصل دی چی مسلکی مدیریتی او فزیکی کاری قوه د یو هیواد لپاره د کامیابی وسیله او زیربینا جوړوی. د افغانستان یوازی  17.62سلنه ښځینه باسوده او  45.42 سلنه نارینه باسواده دی، نو چی کله د سواد کچه دومره ټیټه وی د مسلکی کاری قوی فیصدی به حتمی ټیټه وی. نو کله چی د اقتصاد پوهنځی په فعالیت پیل نه وو کړی په ټول کندهار ولایت کښي د ګوتو په شمیر  ریاستونه د لیسانس کسانو له لوری اداره کیدل، د بانکونو ولایتی مدیران زیاتره باکلوریا درلودونکی کسان وو او ان تر دی د ټیټه درجه زده کړی خاوندان وو. په سهیل لودیځه حوزه په تیره بیا کندهار ولایت کښي خلک لوړو زده کړو ته لیواله وو په بار بار یی د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسی څخه د اداری او تجارت څانګی د ایجاد غوښتنه کول، په همدی اساس د اقتصاد پوهنځی او په هغی کښي د اداری او تجارت څانګه تاسیس سوه.

زموږ د هیواد وروسته پاتی والی یوازی د اداری او مدیریت په برخه کښي نه دی بلکه ددی سره سره د تجارت له پلوه ډیر وروسته پاتی دی حال دا چی د هیواد ستراتیژیک او جیوپولیټیک موقیعت صنعت، تجارت او سوداګری ته له هره اړخه برابر دی. په افغانستان کښي د تیرو څلویښت کلونو جګړو سوداګری، تجارت ، صنعت ، او راکړی ورکړی ته ډير زیان رسولی همسایه هیوادونه د افغانستان په داخلی بازار کښي د مثبت او منفی قوی رقابتونو څخه استفاد کړی او کوی. نو به دغه حساس وخت کښي مسلکی اشخاص کولای شی د هیواد سوداګری، تجارت ، راکړه ورکړه او صنعت پر پښو ودروی، د نورو هیوادو رقابتونو ته ځواب ووایی او د هیواد په اقتصادی وده او پرمختیا کښي عظیمه بسپڼه وکړی.

د اقتصاد پوهنځی په نوي درسي پروګرام ( کریډيټ په سيستم)  برابر سوي دی اوپه همدغه پوهنځی کي د ګډون شرط د موسسی دکانکورپه ازموینه کي دهغوځانګړو اوټاکلي نمرو ترلاسه کول دي چي د موسسی د رهبری او لوړو زده کړو وزارت د ټاکل شوی هیئت له لوري ټاکل کیږي.

لرليد: 
د تجارت اداري څانګه به د هیواد په کچه په مالي، مدیریتي او سوداګري برخو کښي د زده کړی او څیړنو له لاري په ټولنه کښي وده او پیاوړتیا رامنځته کړي

رسالت: 
د تجارت اداري څانګه د یو علمي، مسلکي او څیړنیز نهاد په حیث د تولیدی او تجارتی ټولني د بیلابیلو برخو لپاره علمي کادرونه روزي

هدف:

  • د علمي پروګرامونو او کورسونو چمتو کول تر څو محصلان فوق لیسانس زده کړو او کاری ساحو ته لاره پیدا کړی.
  • په دقیقه توګه د هیواد د بازار او اقتصاد ارزونه کول.
  • په سوداګریزو برخو کښي د ټولني د اړتیا وړ کاری ځواک روزلو ته ژمن پاتی کیدل.
  • د زده کړه ئیزو پروګرامونو او کړنو له لاری د محصلانو او ټولنی ټولنیز او فرهنګی ارزښتونو ته لوړوالی ورکول.
  • د آرام زده کړه ئیز چاپيریال رامنځته کول.
  • د مختلیفو اقتصادی تجاربو په وسیله د هیواد د عامه او خصوصی اقتصادی سیاستونو لپاره نوی طرحی پلټل.
  • داسی نظری او عملی څیړنی تر سره کول ترڅو د تجارتی او اقتصادی اورګانونو اهمیت، آغیزی او د هغوی ګټور مسیر څرګند کړی.

ارزښتونه: 

  • مناسبی پريکړي: موږ ډاډ ورکوو، چی زموږ پریکړی پر کره معلوماتو بنا دی او زموږ د محصلانو او ټولنی ګټی او ارزښتونه پکښي نغښتی دی.
  • بشپړتیا او شفافیت: موږ مسلکی خدماتو، لوړو اکاډمیک معیارونو او اخلاقی کړنو ته ارزښت ورکوو او د عملی کولو لپاره یی متعهد یو.
  • تلپاتی زده کړی: موږ باور لرو چی زده کړه یو اوږدمهاله او تلپاتی اړتیا ده. د دغه اړتیا د رفع کولو لپاره د محصلانو لپاره فرصتونه ایجادوو او په دغه برخه کښي یی هڅوو.
  • نوښت او ابتکار: موږ باور لرو چی ابتکارات ټولنه د پرمختګ په لور خوځوی، ددی لپاره پر داسی درسی فضا او څیړنیز پروګرامونو کار کوو چی په ټولنه کښي د نوښتونو او هوساینی لامل شی.
  • ټولنیز خوندیتوب: په علمی برخه کښي پر نړیوال کیدنی باور لرو. ددی لپاره پر داسی درسی چاپیریال باندی کار کوو چی زموږ د مذهب او کلتور په چوکاټ کښي د هر غړی احساسات او معنویات په کښي خوندی وی.

 

 


2024-Mar-19