د بنسټ ایښوونکي پیغام او پیژندنه

د بنسټ ایښوونکي پیغام او پیژندنه

د ډاکتر نقیب الله افغان پېژندنه

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه د علمي او فرهنګي عروج پر مهال د ښاري ژوند يوه غوره نمونه وه، په افغانستان کي د متمدنه ښاري ټولني بېلګه وه، د لښکرګاه ښار او الحاقيه سيمي يې د علم او فرهنګ پر لور روان وه، ښاغلی نقيب الله افغان په ۱۹۸۳ کال کي په همدې علمي او فرهنګي کور کي د ډاکتر محمد فایاب په کورنۍ کي وزېږېدی، دا چي دده کورنۍ علمي او متمدنه کورنۍ وه، له همدې کبله د علم په لاره کي يې زیات زحمت وکښی، ښاغلي افغان له ډېره وړکتوب څخه د علم او زده کړي په ډګر کي قدم کښېښودی، په سلګونه نور ځوانان يې ښوونځی ويلو ته وهڅول او د زياتو نورو بې سرپرسته ځوانانو لاسنيوی يې وکړ، له همدې کبله يې د ډېر وړکتوبه د ځوانانو د ظرفیت او علمي وړتيا لپاره هڅي پيل کړي دي.

کله چي له ښوونځی څخه فارغ سو، په نيمه عالي طبي زده کړو يې پيل وکړ، تر څنګ يې د عملي کار په برخه کي تجربه تر لاسه کړه، وروسته ننګرهار ته د طب د لوستلو لپاره ولاړی، چي په لسګونه نور ځوانان يې وهڅول او د ډېرو يې مالي ملاتړ وکړ چي خپلي زده کړي وکړي، له همدې کبله ښاغلی افغان د زياتو ځوانانو د هيلو پوره کوونکی سو. کله چي يې په لوی کندهار کي د لوړو زده کړو په برخه کي د ځوانانو لېوالتيا ولېدل نو سمدستي يې په کندهار ښار کي د لوړو زده کړو د مؤسسې د ايجاد فکر وکړ، پدې سفر کي يې ځينو نورو ملګرو لکه ډاکتر فاروق نعيمي هم ملاتړ وکړ، له ډېرو منډو او زحمتونو څخه وروسته يې په کندهار کي د مېرويس نيکه د لوړو زده کړو مؤسسې بنسټ کښېښودی چي دادی اوسمهال تر درې زره زیات زده کړيالان د افغانستان د ۲۲ ولايتونو څخه لوړي زده کړي کوي.

 

د ښاغلي افغان مبارزه او د پوهنتون د ايجاد اړتيا:

په لوی کندهار کي د لوړو زده کړو په خصوصي سکتور کي ميرويس نيکه د لوړو زده کړو مؤسسه لومړنی علمي نوم دی چي په فعاليت يې پيل وکړ، هغه مهال د لوی کندهار ځوانان د ليسانس لپاره بايد نورو ولايتونو ته په سلګونو کيلومټره لېري تللي وای، په سختو مسافريو او لږو مالي امکاناتو يې ډېر زحمت ګالی چي بيا يې د لیسانس سند تر لاسه کوی، دا حالت ډېر سخت او مايوسه کوونکی و، ښاغلي افغان خپلو ځوانانو ته د اسانتيا او با کيفيته علمي او اکاډميک چاپيريال په رامنځته کولو سره د ځوانانو دا ستړياوي او مالي ستونزي ور حل کړې، په کندهار ښار کي يې ميرويس نيکه علمي کور جوړ کړ، هغو ځوانانو چي مالي ستونزي يې درلودې په مفت او تخفيف ډول يې د لوړو زده کړو امکانات ورته برابر کړه، په سلګونه ځوانان يې په مفت ډول شامل او فارغه کړه، همدارنګه د ټولني د محروم قشرونو لپاره يې ځانګړې پاملرنه وکړه، د معلولينو، د شهيدانو د کورنيو د غړو، ښځو او نورو قشرونو لپاره يې ځانګړي تخفيفونه وړاندي کړه، تر څو د ټولني ټول قشرونه په مساوي ډول لوړو زده کړو ته لاسرسی پيدا کړي، ددې تر څنګ يې د ټولني د متنفذينو او علماوو سره حسنه اړيکي جوړي کړې، په ښوونځيو او وړکتونونو کي يې د علمي کاروان هڅونکې مبارزه پيل کړه، په عامه ځايونو کي يې کوچني کتابتونونه جوړ کړه، د پوهني او نورو سکتورونو د پرسونل لپاره يې د ظرفيت لوړوني په لسګونه ټرينينګونه، ورکشاپونه، سيمينارونه او سمپوزيمونه جوړ کړه، تر څو ظرفيت لوړ سي او اداري اغېزمنتيا رامنځته سي. همدارنګه ښاغلي افغان د ډاکتر نقيب الله افغان په نامه خيريه بنسټ جوړ کړ، هغه ځوانان چي مالي ستونزي لري او نسي کولای چي په خصوصي سکتور کي زده کړي وکړي، د هغوی له تشخيص څخه وروسته يې په مفت ډول يا هم زيات تخفيف سره په پوهنتون کي داخله ورته اخلي، تر فراغت پوري يې پوره ملاتړ کوي، ددې بنسټ د لاري په سلګونه ځوانانو د لوړو زده کړو چانس تر لاسه کړ او نن د خپلي کورنۍ نفقه پيدا کوونکي دي.

ښاغلي افغان د ميرويس نيکه د لوړو زده کړو مؤسسې د ايجاد تر څنګ د ښاريانو لپاره په ښه کيفيت وړکتون او ښوونځی او د طبي نيمه عالي زده کړو لپاره د روغتيا علومو انسټيټوټ هم جوړ کړ تر څو له وړکتونه تر پوهنتونه د تعليم او تحصيل په ډګر کي ماشومان، زلميان او ځوانان وروزي، همدارنګه د طبي زده کړو د ښه کيفيت لپاره يې تدريسي او کادري روغتون، لابراتوارونه او د نړيوالو او ملي روغتونونو سره يې ژمنليکونه رامنخته کړل، تر څو په طبي برخه کي هغه ځوانان چي په ميرويس نيکه د لوړو زده کړو مؤسسې کي په تحصيل بوخت دي، په عالي ډول وروزل سي. ددې تر څنګ يې په حقوقو او سياسي علومو کي د عملی زده کړو لپاره حقوقي کلينيک او د سیاسي علومو کلب ايجاد کړ، تر څو ځوانان په حقوقي او سياسي علومو کي په تيوريکي او عملي ډول وروزل سي، همدارنګه په اقتصاد کي يې د عملي زده کړو او د لوی کندهار د صنعتکارانو، تجارانو او هغو افرادو لپاره چي تجارت کوي يا يې په راتلونکي کي تجارت ته پلان وي، د بيزنيس هب Business Hub په نامه د مسلکي، مجربو او متخصص شخصيتونو څخه د مشورې او عملي کارونو واحد جوړ کړ، چي دا په لوی کندهار کي د لومړي ځل لپاره رامنځته سو، پدې سره به د لوی کندهار تجاران او کاروباريان په مسلکي ډول روزل کېږي او مسلکي مشورې به ورکول کېږي.

ددې تر څنګ په ميرويس نيکه علمي کور کي تر سلو زيات کارمندان کار کوي او د خپل کور لپاره روزي ګټي، همدارنګه د لوی کندهار او د زياتو نورو ولايتونو لپاره يې مسلکي او متخصص ځوانان روزلي دي او دولتي ادارې يې مسلکي کړي دي، تر څو هيواد په هره برخه کي پياوړی سي.

د ډاکتر نقيب الله افغان پيغام

افغانستان زموږ ګډ کور دی، ددې کور ابادي زموږ مسؤليت دی، دا کور تر هغه نسي جوړېدای، تر څو چي موږ زده کړي ونکړو او پوهه تر لاسه نکړو. موږ په يوه داسي زماني مقطع کي ژوند کوو چي مسؤليت مو زيات دی او لوی کارونه مو تر غاړي دي، لوی کارونه په لويه پوهه تر سره کېږي، نو ځکه زموږ ځوانان بايد لاسونه سره ورکړي، يو او بل ومني او د علم په لاره کي هلي ځلي وکړي، زه پدې آند يم چي که وړتيا پيدا سي اړتيا ډېره ده، نو ځکه اړينه ده چي ځوانان مو وړتيا او ظرفيت پيدا کړي، تر څو لوی کارونه ترسره کړي، همدارنګه د ټولني د متنفذينو، علماوو، علمي کادرونو، فرهنګي او ادبي شخصيتونو او نورو اغېزمنو شخصيتونو څخه مي هیله ده چي د افغان ځوانانو هڅونکي سئ او د علمي او اکاډميکو مرکزونو سره په ګډه ددې کاروان څرګند ملاتړ وکړئ، تر څو په ګډه د هيواد راتلونکی نسل وژغورو، که زموږ نسل د خپل وجود وينه په رګونو کي وچه کړي، د راتلونکي نسل اوښکي به ودرېږي، که مو د زحمت خولې پر تندي رواني نسي، د راتلونکي نسل د سترګو څخه به ويني و څاڅي، نو ځکه وايم چي زموږ زحمت د راتلونکي نسل راحت دی، که پر خپلو بچيانو رحم کوئ، راتلونکی يې ور جوړ کړئ، که مو په خپلو کورونو کي د علم ډېوې بلوئ، ځوانان مو د علم په کاروان کي شامل کړئ.

د پوهنتون د استادانو او علمي کادرونو څخه مي هيله ده چي د وطن بچیانو ته د تيوريکي او نظري زده کړو تر څنګ د هيواد مينه او د ملي روحيې پياوړتيا ور وښاياست، که چيري زموږ زده کړيالان لوی شخصيتونه سي، موږ به د لوی شخصيتونو په منځ کي په عالي او با فرهنګه ټولنه کي ژوند کوو، نو ځکه دا زموږ مسؤليت دی چي د هيواد بچیان په ملي روحيه وروزو او پياوړي شخصيتونه ورڅخه جوړ کړو، هغه کورنۍ چي خپل بچيان د لوړو زده کړو لپاره د پوهنتون تر دروازې پوري رسوي، د هغوئ لويې هيلي دي، که موږ غفلت وکړو، د هغي بوډۍ مور او سپين ږيري پلار ارمانونه مو خاوري کړي دي، نو ځکه دا لوی مسؤليت چي د هيواد د راتلونکي نسل روزل دي، دا ستاسو په غاړه دی.

په درنښت

ډاکتر نقيب الله افغان

د ميرويس نيکه تعليمي او تحصيلي ګروپ بنسټ ايښودونکی


2024-Mar-19