پیژندنه

معالجوي طب پوهنځی

د میرویس نیکه لوړو زده کړو موسسې معالجوي طب پوهنځی په ۱۳۹۰ کال کې د کندهار په ولایت کې د لومړني خصوصي طبي پوهنځي په توګه پرانیستل شوی.ددې پوهنځي زده کړې د لوړو زده کړو وزارت لخوا د منل شوي کوریکلم پر بنسټ په نظري او عملي ډول ورکول کیږي، د پوهنځي تحصیلي پروګرام دولس سمسترونه او د ستاژ دورې یو کلنه دوره ده.

معالجوي طب پوهنځي ته د  کانکور د آزموینې د نولسو دورو له لارې شاوخوا یو زرو شبږسوه تنه محصلینو بریالي شوي چې له دې جملې څخه د لومړۍ بیا تر شپږمې دورې پورې څلور سوه یولسو تنو محصلینو خپلې زده کړې بشپړې کړي او د ځوانو ډاکترانو په توګه ټولنې ته وړاندې شوي او پاتې نور محصلین په پوهنځي کې په زده کړو بوخت دي. په پوهنځی کې لوست د څلور دیرش تنو مجربو استادانو له خوا ورکول کیږي،ددې ترڅنګ دولس تنه مجرب استادان چې د خپل مسلک اړوند لوړې تخصصي زده کړې لري په روغتونونو کې محصلینو ته عملي زده کړې ورکوي.

د پوهنځي تدریسي او اداري چارې د میرویس نیکه د لوړو زده کړو موسسې د ودانۍ په یوه برخه کې چې د معالجوي طب پوهنځي لپاره ځانګړې شوي،تر سره کیږي.د نظري لوست لپاره ټول ټولګي د نني عصر د غوښتنو سره سم په اړینو توکو او وسایلو سمبال شوي. د پاراکلینیک دورې عملي زده کړې د پوهنځي په اړونده لابراتوارونو کې دمسلکي او مجربو استادانو لخوا ورکول کیږي، لابراتوارونه د پوهنځي درسي نصاب ته په کتو سره په ټولو اړینو توکو او وسایلو سمبال شوي دي. د محصلینو د روغتون اړوند عملي زده کړې په الفرهاد معالجوي روغتون او ایوبي معالجوي روغتون کې چې د کندهار ولایت په کچه ښه سمبال روغتونونه دي،تر سره کیږي،ددې تر څنګ د عملي زده کړو دکیفیت د لا ښه والي لپاره د پوهنځي د تدریسي روغتون ودانیزې چارې بشپړې شوي،سامان آلات یې راوړل شوي او په راتلونکې ورځوکې به پرانستل شي،ددې روغتون په پرانستلو سره به له یوې خوا د محصلینو د عملي زده کړو په برخه کې ډیرې آسانتیاوې را منځ ته شي او له بلې خوا به ناروغانو ته د معیارې درملنې آسانتیا برابره شي.

د میرویس نیکه د لوړو زده کړو موسسه یو سمبال کتابتون لری او په یاد کتابتون کې د نورو کتابونو تر څنګ یو زیات شمیر طبې کتابونه د محصلینو او استادانو د ګټې اخیستنې لپاره شتون لري، د موسسې دیجیتلي کتابتون په زرګونو ټوکه طبي دیجیتلي کتابونو چې ډیری یېup to date  دي، سمبال دی، او عملآ استادان او محصلین د خپلو علمي وړتیاوو د لوړولو په برخه کې ترې ګټه اخلي.

د پوهنځي اداري او اکاډمیکې چارې د پوهنځي د ریاست،د پوهنځي اړوند څانګو،د پوهنځي اړوند کمیټو، تدریسي او اداري مدیریتونو لخوا پر مخ وړل کیږي.

د پوهنځي اداري او اکاډمیکې چارې وخت پر وخت د لوړو زده کړو وزارت د لوایحو او مقراراتو سره سم ارزول شوي،په دې ارزونو کې محصلین،فارغین،استادان،د پوهنځي ځانګې،د پوهنځي ریاست،د موسسې ریاست،د موسسې علمي معاونیت،د موسسې د کیفیت د لوړاوي او اعتبار ورکونې آمریت او د لوړو زده کړو وزارت اړونده څانګې په ځانګړي توکه د کیفیت د لوړاوي او اعتبار ورکونې ریاست پلاوي  ښکیل وو.له نیکه مرغه د هغه ارزونې په پایله کې کوم چې د ۱۳۹۹ کال د لیندۍ(قوس) په میاشت کې د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د لوړاوي او اعتبار ورکونې ریاست د رالیږل شوي پلاوي لخوا تر سره شوه میرویس نیکه لوړو زده کړو موسسې د معالجوي طب پوهنځي په ګډون وکولای شول د کیفیت د لوړاوي او اعتبار ورکونې په دوهم پړاو کې بریالی وګڼل شو.


2023-May-29