نظم او ډسپلین کمېټه

نظم او ډسپلین کمېټه

 لومړۍ ماده: دغه طرزالعمل د ميرويس نيکه د لوړو زده کړو مؤسسه کي د نظم ، او ډسپلین د مراعات کولو په موخه وضع سوی دی . 
دويمه ماده: د ميرويس لوړو زده کړو په مؤسسه کي محصلین مکلفیت لري، چي د نظم او دسپلین په برخه کي جدي پاملرنه ولري او راتلونکي امور په جدي توګه مراعات کړي: 
1    د مؤسسې د استادانو ، محصلینو او د ادارې د نورو منسوبینو سره د هر ډول بې احترامۍ او سپکاوی څخه ځان ساتل.
2    پرته له معقول عذر څخه په ټولیز او یا هم انفرادي ډول د درس څخه د غائب کېدلو څخه ځان ساتل
3    د مؤسسې د اهدافو ، اساسنامې او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د نافذه قوانينو، مقرراتو او لوايحو خلاف د تحریري ورقو د توزیع او نصب کولو څخه ځان ساتل.
4    د مؤسسې د تعمیر ، ټولګيو او نورو وسائلو څخه د استفادې په وخت کي احتیاط کول
5    د مؤسسې په ساحه  کي د هر ډول سوځوونکي ، زخمي کوونکو ، او وژونکو آلو د لرلو څخه ځان ساتل
6    په مؤسسه کي د قمار ، نشه اي مشروباتو، دخانياتو او ټولو هغو خبرو څخه چي اسلامي ، ملي او معنوي ارزښتونو سره په ټکر کي وي ځان ساتل.
7    په صنف  کي د ننه او یا بهر د هغو حرکاتو څخه چي درسونه اخلال کوي ځان ساتل 
8    د مؤسسې په داخل کي د سیاسي فعالیتونو څخه ځان ساتل 
د ازموينو د نظم د اخلال څخه ځان ساتل 
 دريمه ماده :  ميرويس نیکه  د لوړو زده کړو مؤسسې د محصلینو د تأدیب ، نظم او انضباط په خاطر انضباطي تدابیر د نظم او دسپلین د کمېټې په مرسته وضع کړي دي.
 دسپلیني جزاء چي د نظم او دسپلین څخه د غفلت له امله رامنځته سوې وي، د تخلف شدت ته په کتو ورکول کيږي؛ عبارت دي له: 
.1    توصيه.
.2    تحریري اخطار 
.3    د یو او یا څو مضمونونو د درس څخه د یوې اونۍ لپاره محرومیت 
.4    د یو یا څو مضمونونو د درس څخه د دريو اونيو لپاره محرومیت .
.5    مؤقت انفکاک 
.6    دائمي انفکاک 
.7    د مالي تاوان جبران. 
  (۱)، (۲)، (۳) او (۴)  موارد د نظم او دسپلین د کمېټې د تصمیم په اساس او د (۶)، (۵)  او (۷) موارد به د نظم او دسپلین کمېټې د پیشنهاد په اساس او د مؤسسې د علمي شورا د تائید څخه وروسته عملي کيږي . 
څلورمه ماده: د نظم او دسپلین کمېټې ترکيب په لاندي ډول دئ:  
 د مؤسسې رئیس د آمر په توګه، علمې مرستیال د منشي په توګه، د پوهنځیو رئیسان او استادان د غړو په توګه.
 پنځمه ماده: د نظم او دسپلین د کمېټې غړي تر دوو کلونو دندي اجراء څخه وروسته نوي او بدلیږي. 
 شپږمه ماده: د نظم او دسپلین کمېټه د اړتیا سره سم په مؤسسه کي د نظم او دسپلین د پیښو لپاره غونډې دائروي او فوق العاده غونډي د ضرورت په صورت  کي دائرېدلای سي. په عادې ډول سره په ربع کې کم تر کمه یوه غونډه ونیول شي.
اوومه ماده: د نظم او دسپلین کمېټه دنده لري تر څو محصل تر تأدیب لاندي او مقابل طرف ته د آزادانه نظر بیانولو ، موقع ورکړي، وروسته خپل تصمیمونه د تحریری دلائلو سره صادر کړي. 
.1    هره پوهنځی کولای سي په داخل کي د نظم او دسپلین کمېټه د پوهنځي د علمي شورا د پریکړي په اساس جوړه کړي.
.2    د پوهنځي د نظم او دسپلین کمېټه به څېړل سوي تخلفات او تصمیمونه عمومي د نظم او دسپلین کمېټې ته د تائید لپاره لیږي. 
اتمه ماده: که د محصل تخلف په داسي شکل وي، چي د مؤسسې لپاره د تاوان سبب  کيږي، نو نوموړی تاوان د محصل په غاړه دی.
د محصلينو، استادانو او اداري کارمندانو د شکاياتو د څېړلو چاري د جلا طرزالعمل له مخي تنظيميږي.
 نهمه ماده: نوموړی طرزالعمل د مؤسسې د علمي شورا د موافقې او د مؤسسې د رئیس تر منظورۍ وروسته نافذ دئ. 
دغه طرزالعمل د ميرويس نیکه  لوړو زده کړو مؤسسې د اساسنامې له مخي جوړ دئ، د نظم او دسپلين په ( ۱) نمبر پروتوکول غونډه کي په په ۱۹/۱/۱۳۹۸هـ ش نېټه مطرح او تر ځيني تعديلاتو وروسته علمي شورا ته د تائيدۍ لپاره پيشنهاد سو. 
د ميرويس نیکه  لوړو زده کړو مؤسسې د ۱۳۹۸ کال په علمي شورا (۲) نمبر پروتوکول کي مطرح او رايو په اکثريت تائيد سو او له همدې نېټې وروسته نافذ دئ.د علمې شوري په (۳۰/۱۱/۱۳۹۷) نیټه، (۲۴۹) ګڼه غونډه کې منل شوي او ثبت ده.
 


2024-Mar-19