د حقوقي کلينيک تاريخچه او پېژندنه

د حقوقي کلينيک تاريخچه او پېژندنه

د حقوقي کلينيک له لاري زده کړي يو د هغه موثره تګلارو څخه دي چي د عملي مهارت په زده کولو او عملي کولو کي مرسته کوي او د تجربو د سرليک په توګه ګټه ورڅخه اخيستل کيږي.

څرګنده ده، چي د حقوقو اوسياسي علومو پوهنځي رسالت دا دی چي د هيواد په کچه عدلي اوقضايي ارګانونو ته په اکاډميک لحاظ مسلکي، په کار پوه او متعهدکادرونه روزي، اوپه دې برخه کي يې هيڅ ډول هڅي نه دي سپمولي.

دوی دخپل ځوريدلي او مظلوم ولس لپاره خپل دغه سپېڅلي هوډ ته ژمن دي، چي دا لوی رسالت ته به کار کوي، چي په هغه کي د قانون حاکميت، داسې عدلي اوقضايي سيستم رامنځ ته کول چي په عادلانه محاکمې باندي ولاړوي، د اشخاصو حقوق او وجايب پکښي خوندي وي او د اسلامي او بشري حقوقو تحفظ اوساتنه چي د انسانانو د اجتماعي اوفطري غوښتنوڅخه ده، رامنځته کوي.

د حقوقو او شرعياتو دواړي پوهنځي په عدلي اوقضايي برخه کې د خپل ولس د بچيانو د لا ښې معياري او عصري روزني او د دې هيواد د عدلي او قضايي نظام د ثبات او پر مختګ لپاره په دې بسنه نه کوي،  بلکي د هيواد د نافذه قواننيو په رڼا کي له هري هغي منبع څخه کار اخلي چي په دې برخه کي مؤثريت او مفيديت ولري .

د دې لپاره چې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د محصلينو لپاره د عملي کارونو زمينه مساعده سي چي دا عملي زده کړي په خپله د دوی د تحصيل په مرحله کي د مسلکي حقوقي زده کړو يو مناسب فرصت دی، تر څو د څلور کلني تحصيلي دورې په بشپړولو سره کاملاً عملي   کار ته په تيوريکي او عملي لحاظ آما ده وي، همدارنګه د د همدې لاري به مسلکي او متعهدانه حقوقي خدمات په ځانګړي توګه هغو بې بضاعته کسانو ته چي په وړيا ډول حقوقي خدماتو ته اړتيا لري وړاندي سي، نو د ميرويس نيکه د لوړو زده کړو مؤسسه د حقوقو اوسياسي علومو پوهنځي دا پرېکړه وکړه چي د افغانستان د حقوقي مساعدتونو د مقررې د (۷) مادې د (۴) فقرې پر بنسټ د حقوقي کلينيک په جوړولو اقدام وکړي.

دا چي هره اداره بايد رسمي او منل سوی ليرليد، رسالت، موخي او ارزښتونه ولري چي د هغې فعاليتونه پکښي پداسي توګه ځای پرځای سوي وي د لوړو زده کړو ديوې فعاله ادارې لپاره متناسب وي او د هغه ادارې د عمده ارزښتونو اوبېلونکوځانګړتياو ښکارندوی وي.

لرلید( Vision)

۱: دمیرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې حقوقي کلینیک ژمن دی چي داسلامي ، ملي اواکـــــاډمیکو اصولو سره سم محصلینو ته دعملي زده کـــړو فرصتونه برابر کړي .

۲: وړ اشخاص وروزي او دهیواد حقوقي ، عدلي اوقضایی ارګانونو ته علمي او مسلکي کادرونه وړاندي کړي

رسالت(Mission) 

۱:  داسلامي او ملي ارښتونو په رڼاکي او د نړیوالو پرمختګونو په نظرکي نیولو سره  دحقوقو اوسیاسی علومو پوهنځي محصلینوته په عملي برخه کي روزنه ورکوي .

۲: داسلامي اوملي ارزښتونو په رڼا کي ژمن قاضیان ، څارنوالان ، مدافع وکیلان ،اوحقوقي مشاورین روزل 

موخي (Goals)

۱: دټولني بی بضاعته طبقو په ځانګړي ډول دښځو اوماشومانو لپاره دحقوقي مرستو ته دلاس رسي زمینه برابرول .

۲: دمیرویس نیکه لوړو ده کړومؤسسي دحقوقو اوسیاسي علوموپوهنځي محصلینو ته دمسلکي مهارتونو اولوړا وي په منظور دبرنامي تاسیس.

۳: په جزایی او مدني برخه کي د دفاع وکالت د مهارتونوسره دحقوقواوسیاسی علومو پوهنځی دقضاء اوڅارنوالي څانګي داخري کال دمحصلینو اشناء کول .

۴: دطرفینو درضایت په صورت کي داسلامي شریعت داحکامو او دافغانستان دنافذه قوانینو په رڼاکي مراجیعینو ته حقوقي مشوري ورکول

ارزښتونه (Values)

‍۱: د اسلام سپیڅلي دین ته درناوی .

۲: دقانون حاکمیت ته احترام درلودل.

۳: با کیفیته خدمات ارایه کول.

۴: دملي یوالي دروحي ټینګښت.

۵: برابری او عدم تبیض.

۶: وړتیا او محاسبه .


2024-Mar-19