د پوهنتون په اړه

د پوهنتون په اړه


میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه د هیواد د لوړو زده کړو وزارت د خصوصې پوهنتونونو او مؤسساتو ریاست له خوا د اساسې قانون د (۴۶) مادې د حکم په اساس په مسلسه ګڼه (۵۳)، د ثبت ګڼه (۵۳۶)، په (۲۸/۱۰/۱۳۹۰) نیټه  د یو عالي، علمې، تحصیلي نهاد په ډول د رسمي جواز او ثبت په لرلو سره په کندهار کي کار پیل کړ. یاده مؤسسه خپل لرلید او ماموریت ته په کتو سره خپلې چاري پر مخ بیایې.

لرلید: ميرويس نيکه د لوړو زده کړو مؤسسه غواړې چې د سيمې په کچه په علمي او څیړنیزو برخو کې د ټولنې ستونزې حل کړي.

ماموریت: ميرويس نيکه د لوړو زده کړو مؤسسه هڅه کړیده، چې د زده کړو او څیړنو په برخو کې علمي کادرونه ټولنې ته وړاندې کړې.

اوس مهال په څلورو څانګو کې (۳۲۱۳) فعال محصلینو ته په (۵۸) ټولګیو کې د (۸۱) مسلکې استادانو له خوا زده کړې ورکول کیږې. د استاد او محصل تناسب اوس مهال یو او (۲۰-۲۹) پورې دی.

د عملې زده کړو لپاره تدریسي روغتونونه، لابراتوارونه او حقوقي کلینیک لري. د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست د ارزونو له مخې یې د دوهم پړاو ارزونې تر سره او ټولنې ته یې (۱۳۸۶) مسلکې کادرونه وړاندې کړیدی. د طب پوهنځی د (۱۳۹۹) کال په تخصص او اګزیټ ازموینو کې د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د طب فارغانو د هیواد په کچه دریم او څلورم مقام تر لاسه کړیدی. همدا ډول میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه غواړې په راتلونکو پنځه کلونو کې خپلو ستراتیژیک موخو ته ځان ورسوي او د کیفیت د لوړاوي او اعتبار ورکونې د معیارونو سره سم خپل د کیفیت د ښه والي او لوړ والې لپاره په تیرو کړنو بیا کتنه وکړي.


2024-Mar-19