د محصلینو چارو د مرستیال پیغام

د محصلینو چارو د مرستیال پیغام

د محصلینو چارو معاونیت

د محصلینو چارو معاونیت د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسی  د مهمو برخو څخه ګڼل کیږي، چې د دې برخې مسوولیت د محصلینو د اسنادو تکمیلول، تحصیلي سندونو بهیر ترسره کول، د محصلینو د ظرفیت لوړونې لپاره د زمینې برابرول، مناسبه ورزشي فضاء برابرول، مشوره ورکولو مدیریت دی. د محصلینو چارو معاونیت په مستقیمه توګه  د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام تر اثر لاندې دی او د زده کونکو معیارونو او تجربو ته په کتو یې ډیر فعالیتونه تر سره کړي دي. د لوړو زده کړو قانون ته په کتو د پوهنتون په کچه د محصلینو چارو معاونیت د سازمان  په تنظیم کې مهم ځای دی.

د محصلانو چارو دمرستیال پیغام:

د محصلانو چارو معاون پیغام د ټولنې او هیواد ټولو برخو او اشخاصو  کوچني او لوی ، نارینه او ښځینه او په ځانګړي توګه د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسی  ګرانو محصلینو ته  دا  دی  چی راسی   زده کړه وکړي  او خبر اوسئ  ځکه چې پوهاوی د انتخاب پیل دی ، انتخاب دا د بریا او پرمختګ پیل دی ، موږ پوهاوي ته اړتیا لرو ترڅو خپل  راتلونکې لاره په روښانه ډول وټاکو او بحران ځپلي افغانستان د پرمختګ  او سوکالۍ لوری ته  وګوو ، ځکه چې د جنجالونه ، ویجاړونکې جګړو ، کړکیچونو  او ننګونو  هر افغان ځپلی.  دا زموږ مسؤلیت و چې د تحصیلي خدماتو چمتو کولو له لارې د نورو تعلیمي ادارو او لوړو زده کړو سره د بیارغونې او همکاري هڅه وکړو ، او د امکان تر حده د ټولنیزې هوساینې په لور ګامونه واخلو،  او موږ تمه لرو چې د یو پرمختللی او سوکاله ژوند څخه به برخمن کیږو .  خو دا هغه وخت  کله چې ټولنیز شعور پراخ شي. نن ورځ د هیواد په هر ګوټ کی د هیواد د  ویجاړیو د بیا روغونی لپاره هر اړخیزه هڅي روانی دی چی موږ هم د دی کاروان یوه لویه  برخه یو او هیله لرو چی د پوهاوی کچه لوړه سی، د ټولنیزی هوساینی ساحه پراخه سی او ورپسې به د یوه پرمختللي هیواد په توګه د افغانستان خلک د خپلو دیني او ملي ویاړونو سره په درنښت ژوند وکړي.

 

                                                                                                                       په درنښت

                                                                                                              د محصلانو چارو معاون

                                                                                                              انجنیر نوید احمد داؤدزی

 

 


2024-Mar-29