د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی څانګي

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی څانګي

د ادارې او دیپلوماسي (سياسي علومو او نړيوالو اړيکو) څانګي پیژندنه

     ادارې او ډيپلوماسي څانګه د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي په چوګاټ کي  يو اساسي، تخصصي او فارغ ورکوونکي ديپارتمنت شميرل کيږي چي د ټولني په سياسي، اداري، ډيپلوماټيکي او د سالمي رهبري په برخو کي د مسلکي کسانو نه شتون يو لويه  خلا بلل کيږي نو د ټولني په مختلفو برخو کي لکه په اداري، سياسي، مشاوري، رهبري  او اړونده نورو برخو کي د خلا ډکولو لپاره د اداره او ډيپلوماسي څانګي ته اړتيا ليدل کيږي چي په فعاليت پيل وکړي او همدارنګه افغانستان يو وروسته پاتې هيواد دي په وروسته پاتې هيوادونو کې ادارات په کلاسيک ډول او د مصلحت له مخې مخته وړل کيږي دا هم يو منل سوي اصل دي چې مسلکي مديريتي او فزيکي کاري قوه د يو هيواد لپاره زيربينا جوړوي، د افغانستان د باسواده قشر کچه ټيټه ده  کله چې د سواد کچه ټيټه  وي د مسلکي کاري قوي فيصدي خو به بيخي کښته وي، دا خبره ثابته ده ځکه کله چې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي په کار پيل نه وو کړي  په ټول کندهار کې د ګوتو په شمير رياستونه د ليسانس کسانو لخوا اداره کيدل، د کندهار ولايت په رياستونو کي لوړ بستونه حتي تر ريسه پوري  ټول ۱۲ پاس او حتي تر هغه د کمو زده کړو خاوندان وو حتي د وخت د رئس جمهور لخوا د مسلکي کسانو د نشتون له امله په کليدي او لوړو پوسټونو باندې د ۱۲ پاسانو د تقرر امر ورکول سوي وو. د همدغه اړتياوو په اساس لازمه ګڼل کيږي چي د همدغه ستونزو د حل لپاره د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي او ياد ديپارتمنت ايجاد سي او له دغه لاري محصلين د مسلکي، متخصصو او متعهدو کسانو په څير و  روزل سي او ټولني ته دخدمت لپاره وړاندي سي.

 

د قضا او څارنوالۍ(حقوقو) د څانګي تاریخچه او پېژندنه

د حقوقو څانګه د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي په چوګاټ کي  يو اساسي، تخصصي او فارغ ورکوونکي ديپارتمنت شمير ل کيږي نه يوازي دا چي په سياسي، رهبري او اداري برخو کي له ستونزو سه مخ يوو هم دارنګه د  هيواد په قضايي سيسټم د بي شميره ستونزو سره مخ يوو چي د عمدغه ستونزو د رفع کولو لپاره  د ټولني په عدلي ، قضايي ،حقوقي او اړوند  په برخو کي د مسلکي کسانو نه شتون يو لويه  خلا بلل کيږي نو د ټولني په مختلفو برخو کي لکه په حقوقي، قضايي، عدلي  او اړونده نورو برخو کي د خلا ډکولو لپاره د قضا‌‌ء او څارنوالي څانکي ته اړتيا ليدل کيږي چي په فعاليت پيل وکړي نو د همدغه اساسي اړتياوو په بنا لازمه بلل کيږي چي د حقوقو او سياسي علومو په پونځي کي همدغه ډيپارتمنت ايجاد سي او محصلين په کي جذب سي او وروسته ټولني ته د متحصصو او متهعدو کسانو په ډول د خدمت لپاره وړاندي سي.


2024-Mar-29