د پوهنځی علمي شورا او کمیټي

د پوهنځی علمي شورا او کمیټي

طب پوهنځی د اکاډمیکو او اداري چارو د ښه تر سره کولو په موخه علمي شورا او آته فرعي کمیټي لري
او د مؤسسې دعلمي شورا او اصلي کمیټو سره په همږغی کړني تر سره کوي،چي په لاندي ډول دي.

  1. د پوهنځی علمي شورا

ددي شورا غونډي د پوهنځی د ریس تر مشری تر سره کیږي اود لایحي سره سم  د پوهنځی دټولو اکاډمیکو چارو له تر سره کیدو څخه څارنه کوی او د اکاډمیکو چارو د ښه تر سره کیدو په برخه کي د پوهنځی له اړونده څانګو سره مرسته کوي.

  1. د کیفیت د تضمین فرعي کمیټه

دا کمیټه د پوهنځی په کچه جوړه سوي او د مؤسسې د کیفیت د تضمین د کمیټي سره په همږغۍ د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د لوړاوي د طرزالعملونو،مقرراتو سره سم کړني تر سره کوي.

  1. د آزموینو فرعي کمیټه

دا کمیټه د پوهنځی په کچه د محصلانو د ارزونو(آزموینو) ټولي چاري د آزموینو په برخه کي د نافذه قوانینو،طرزالعمل او لایحي په رڼا کي تر سره کوي.

  1. د نصاب او کوریکلم فرعي کمیټه

دا کمیټه د پوهنځی د کوریکلم د بیا کتني،اصلاح او لوړو زده کړو وزارت اړونده څانګو ته د کوریکلم د پراختیا او اصلاح لپاره د علمي وړاندیزونو د وړاندي کولو په برخه کي د مؤسسې اصلي کمیټي سره په همږغی کړني تر سره کوي.

  1. د څیړنو فرعي کمیټه

دا کمیټه د مؤسسې د اصلي کمیټي او د څیړنیز مرکز سره په همکاری او د لوړو  زده کړو وزارت د څیړنو د کړنلاري په رڼا کي د پوهنځی به کچه د څیړنو د تر سره کولو د فرهنګ د دودولو،استادانو ته د څیړنو د تر سره کولو او څیړنو د پایلو د خپرولو په برخه کي کي مرسته کوي.

  1. د بریښنایي زده کړو او بریښنایي حکومتولی فرعي کمیټه

دا کمیټه د مؤسسې په کچه له اصلي کمیټي سره د همکاری له لاري د پوهنځی د  اکادمیکو او اداري چارو د تر سره کولو په برخه کي د عصري تکنالوژی د دودولو او کاروني په برخه کي کړني تر سره کوي.او هم د  کلاسیک زاړه اداري سیستم  پرځای د بریښنایي حکومتولی د دودولو او پیاوړتیا په برخه کي کار کوي.

  1. د نظم دسپلین فرعي کمیټه

دا کمیټه د مؤسسې د اصلي کمیټي سره په همږغۍ د محصلانو،استادانو او کارکونکو ورځنیو ستونزو او شکایتونو ته د رسیدو په برخه کي کړني تر سره کوي.د لوړو زده کړو وزارت د نظم دسپلین لایحي او کړنلاري په رڼا کي د محصلانو، کارکونکو او استادانو دسپلیني قضیو ته رسیده ګي کوي او ترڅنګ یي د پوهنځی په کچه ډیري پیچلي دسپلیني قضیي د مؤسسې اصلي کمیټي ته سپاري.

  1. د ستراتیژیک پلان فرعي کمیټه

دا کمیټه د مؤسسې د اصلي کمیټي سره د همکاری له لاري د پوهنځی د ستراتیژیک پلان د جوړوني،بیا کتني او اصلاح په برخه کي کړني تر سره کوي.ددي تر څنګ د ستراتیژیک پلان په رڼا کي د کلنیو تطبیقي پلانونو جوړول،او د کلنیو تطبیقي پلانونو د پلي کیدو ارزونه تر سره کوي.

  1. د نشراتو، اړیکو او فرهنګي چارو کمیټه

دا کمیټه د پوهځي په کچه د نشراتي توکو د چمتو کولو،د نشراتي توکو د ارزوني،د دوه اړخیزو اړیکو د پاللو او د پوهنځی اړوند فرهنګي چارو د تر سره کولو په برخه کي کړني تر سره کوي.

  1. د محصلانو د استازو کمیټه

دا کمیټه د پوهنځی او محصلینو تر میڼخ د اړیکو د لا ټینګولو،د پوهنځی د اداري او محصلینو تر مینځ  د اعتماد او باور د فضا د رامینځ ته کولو اوهم د محصلینو ستونزو ته پر وخت د حل لارو د موندلو لپاره کړني تر سره کوي.د محصلینو غوښتني د پوهنخي او مؤسسې له اړونده څانګو سره د اجرااتو په موخه شریکوي.

 

شمیره

شورا/کمیټه

رئیس/آمر

منشي

1

علمي شورا

ډاکټر فضل الرحمن حاشر

ډاکټر امیر سید هاشمي

2

د تضمین کیفیت کمیټه

ډاکټر نقیب احمد دوست

استاد محمد نسیم بهزاد

3

د آزمونیو کمیټه

ډاکټر فضل الرحمن حاشر

استاد عزیز الله محمدي

4

د نصاب او کوریکلم کمیټه

ډاکټر امیر سید هاشمي

استاد محمد فاروق بهیر

5

د ستراتیژیک پلان کمیټه

ډاکټر فضل الرحمن حاشر

ډاکټر نقیب احمد دوست

6

د نظم دسپلین کمیټه

ډاکټر نقیب احمد دوست

ډاکټر اختر محمد رحمانی

7

د څیړنو کمیټه

ډاکټر مسعود احمد نوشاد

ډاکټر عبدالغنی یاسین

8

د بریښنایي زده کړو او بریښنایي حکومتولی کمیټه

ډاکټر بصیر احمد وقار

استاد محمد ولی صمدي

9

د نشراتواړیکو او فرهنګي کمیټه

استاد سید سمیع الله قریشي

استاد محمد فاروق بهیر

10

د محصلانو د استازو کمیټه

ډاکټر نقیب احمد دوست

ډاکټر عنایت الله آریا


2024-Sep-08