2021-11-06

زموږ فارغ محصل!

ښاغلی محب الله زهدان چي د ميرويس نيکه لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د ادارې او ډيپلوماسي څانګي د اتمي دورې فارغ محصل دی.

همدارنګه ښاغلی زهدان د خپلو ترلاسه کړو زده کړو له برکته فعلا د یاد پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د استادۍ ویاړ لري.

او د دې تر څنګ په کندهار کي د ناروې هيواد د کډوالو شورا د سلاکار په حيث دنده مخته وړي.

زهدان صاحب تر ډيره حده په خپلو اداري چارو کي بریالی دی،

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه په خپلو داسي ویاړونو ویاړ کوي او د ژوندانه په ټولو چارو کي ورته لا هم بریالیتوب غواړي.

د یادوني وړ ده چي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې فارغ التحصل محصلین د هیواد پر یو شمېر لوړو بستونه دنده سر ته رسوي.

زموږ فارغ محصل!



نور اړوند خبرونه
2021-Dec-02