2023-08-17

د ۲۵ دور کانکور ازموینه واخيستل سول

په یاده ازموینه کي په سلګونو تنو ځوانانو برخه اخيستې وه!

نن جمعه مبارکه د اسد میاشتي پر ۱۴۰۲/۵/۲۰نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې په عمومي تالار کي د کندهار پوهنتون څخه د راغلي هیئت په حضور کي له لسګونو هغو کاندید محصلانو څخه ازموینه واخیستل سول چي د اقتصاد، طب، حقوقو او سیاسي علومو

پوهنځیو لپاره یې نوم لیکنه کړې وه.

د ازمویني مراسم د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت کولو پیل سول ورپسې مؤسس ډاکټر فاروق نعیمي ګډون کوونکو ته ښه راغلاست ووایه او ورپسې یې د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې پر خدماتو رڼا واچول، ښاغلي ډاکټر نعیمي د ازمویني ګډون کوونکو ته پوره ډاډ ورکړ چي د عالي تحصيلاتو په چوکاټ کي ټول خدمات تاسو ته محیا سوي دي تر څو ورڅخه په ښه ډول استفاده وکړئ.

د اجنډا سره سم د ازمویني کمېټې لخوا د سوالونو لاک او مهر سوی صندوق د ګډونوالو په مخکي پرانیستل سول او د سولونو او جواب پاڼو د ویش برخه پيل سول.

د مؤسسې اداري مشاور ښاغلي محمد کریم کمال د پوښتنپاڼو لارښود ګډونوالو ته تشریح کړ

او د ازمویني پروسې اړوند يې بشپړ معلومات ورکړ.

ازموینه په پوره شفافیت سره واخيستل سول او پایلي به یې ډیر ژر اعلان کړل سي.

د یادوني وړ ده چي متفرقه کانکور ازموینه به هم په راتلونکي اونيو کي واخيستل سي.

د ۲۵ دور کانکور ازموینه واخيستل سول



نور اړوند خبرونه
2024-Oct-22