2024-02-19

د علمي شورا يوولسم پروتوکول نوبتي غونډه ترسره سول!

د روان ۱۴۰۲ کال د ۱۱ مياشتي پر (۳۰)مه نېټه د ميرويس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې علمي شورا نوبتي غونډه د علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور په مشري ترسره سول، چي پکښي د یادي شورا منشي او غړو ګډون درلود دی.

غونډه د قرانکریم په مبارکو ایاتونو پیل سول ورپسې علمي مرستیال

ډاکټر نور خالق نور د تیري علمي شورا موضوعاتو ته لنډه کتنه وکړل.

وروسته د اجنډا سره سم د استادانو د ظرفيت لوړوني کمي او کيفي پلانونو بحث وسو

تر څو د استادانو مدیریت، پلان او پاليسۍ آمریت او PDC مرکز په ګډه همکاري ژر تر ژره ترتیب او په راتلوونکې علمي شورا کي شریک کړل سي.

همدارنګه علمي ژورنال د رسمیت پر موضوع هر اړخیزه خبري وسوې

او د څېړنيز مرکز له لوري په دې اړه د ترسره سوي کړنو معلومات شریک سول.

په غونډه کي پر PPR او APM باندي بحثونه وسول چي د ټاکل سوي کمېټې

له لوري يې د کړنو په اړه جزیات د ګډونوالو سره شریک سول.

د علمي شورا په لړ کي د اجنډا سره سم پر یو شمېر نورو متفرقه

موضوعاتو باندي هم بحثونه او خبرې وسوې.

د یادوني وړ ده چي د هري میاشتي په وروستۍ نېټه علمي شورا ترسره کیږي

او د پوهنتون په کچه تصامیم پکښي نیول کیږي.

ورځ: سه شنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۱۲/۱

د نشراتو او عامه اړيکو آمریت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د علمي شورا يوولسم پروتوکول نوبتي غونډه ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-May-01