د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب، حقوق او سياسي علوم او اقتصاد پوهنځی د تیر سمسټر غوره مقاله لیکونکي اعلان کړل سول.
یاد محصلينو په خپلو مقالو کي تر ډیره د ټولني اولیتونو ته ځای ورکړی و او مقالې يې د ټولني لپاره مفیدي وې چي ټولني هم په پوره رضايت سره خوښي کړي وې.
د دې محصلینو ذهني قوت او هڅو ته په کتو سره دوی ته د غوره مقاله لیکونو ویاړ ورکول سو.
میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د یادو محصلینو پر استعداد ویاړي او د ژوندانه په ټولو چارو کي ورته بریاليتوب غواړي.