2021-08-05

د څېړني کمیټې غونډه ترسره سول!

نن چهار شنبه د زمري میاشتي پر ۱۳مه نېټه د څېړني کمېټې غونډه په علمي معاونیت کي د علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور په مشري تر سره سول، چي پکښي د څېرنیز مرکز آمر محبوب رسول آزاد، د پوهنځيو استازو او د کمېټو غړو ګډون کړی و.

لومړی د تیري غونډي موضوعاتو ته لنډه کتنه وسول، ورپسې د راتلوونکي نهمي ګڼي څېړنیزي مجلې پر چاپ او څېړنیزو مقالو بحث ترسره سو.

د اجنډا سره سم د څیړنیز مرکز آمر ښاغلي آزاد وویل چي د څیړنیز مرکز لپاره به په نژدې راتلوونکي کي د محصلینو د مونوګرافونو او نورو څېړنو د ترسره کېدو لپاره یو پلان ولرو، تر څو د محصل سره د څېړني کولو په برخه کي د څېړنیز مرکز همکاري لا هم زیاته سي.

د غونډي ګډونوالو او غړو پړیکړه وکړه چي د استادانو د مقالو د ثبت او نشر لپاره به د وزارت په همکاري پر ملي جوړنال کار کیږي تر څو یاد جوړنال ترتیب او استادان په خپلو مقالو کي ورڅخه ګټه پورته کړي.

په یاده غونډه کي پر یو شمېر نورو متفرقه

موضوعاتو هم خبري وسوې.

د یادوني وړ ده چي څېړنیز مرکز په تېر سمسټر کي اتمه ګڼه مجله د استادانو د څېړنیزو مقالو په لیکلو سره چاپ او ټولني ته د استفادې لپاره وړاندي کړې وه.

د څېړني کمیټې غونډه ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Mar-29