2021-10-23

زموږ فارغ محصل!

ښاغلی بسم الله فیضي چي د ميرويس نيکه لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د ادارې او ډيپلوماسي څانګي د دولسمي دورې فارغ محصل دی.

همدارنګه ښاغلی فیضي د خپلو ترلاسه سوو زده کړو له برکته فعلا د یاد پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د ادارې او ډيپلوماسي څانګي د آمريت چاري په غاړه لري.

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه په خپلو داسي ویاړونو ویاړ کوي او د ژوندانه په ټولو چارو کي ورته لا هم بریالیتوب غواړي.

د یادوني وړ ده چي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې فارغ التحصل محصلین د هیواد پر یو شمېر لوړو بستونه دنده سر ته رسوي.

زموږ فارغ محصل!



نور اړوند خبرونه
2021-Dec-02