د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د USMLE نړيوالي ادارې ته لاره پيدا کړل
چي په دې سره به نور د معالجوي طب پوهنځی فارغ او برحاله محصلين وکولای سي، چي په خارج هیوادونو کي د خپلو وړتیا ښکاره کولو په موخه طبي ازموینه ورکړي.
او په نړيواله توګه د يو ډاکټر په حیث معرفي کړل سي.
د USMLE ازمویني پروسه یوازي د طب پوهنځی د محصلینو لپاره ده چي د پروسې په بشپړ کولو سره يې یاده نړیواله روغتیايي اداره د ډاکټرۍ مسلک تضمین کوي او ورته تاید سوی سند سپاري.
بیا دي هم دا ویاړ دي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې ټولو محصلینو ته مبارک وي.
د ګډون لینک:https://www.usmle.org/apply-exams
د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې تر دې وړاندي هم د نړیوالو علمي او روغتيايي سازمانونو سره رسمي غړیتوبونه لري چي علمي همږغۍ پکښي ترسره کیږي.