د څلورمي دورې د فراغت مراسم ترسره سول!
( First Aid Training Graduation )
نن پنج شنبه د رواني میاشتي پر ۸مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې له لوري د طبي اوليه خدماتو اونيز کورس د څلورمي دورې ګډونوالو د فراغت مراسم ترسره سول.
په یاده غونډه کي د پوهنتون اداري مسؤلینو،
د پوهنځيو استازو ، استادانو او محصلینو ګډون کړی و.
غونډه د قرانکریم په مبارکو ایاتونه پيل سول، وروسته د پوهنتون په استازولي علمي مرستیال ډاکټر نورخالق نور د محصلينو لپاره دا ډول لنډ مهاله کورسونه د ظرفیت لوړوني په برخه کي زیات اړين وبلل.
ورپسې د طب پوهنځی رئيس ډاکټر فضل الرحمن حاشر د طبي اولیه خدماتو پر ارزښت خبري وکړې او دا يې د هر فرد لپاره مهم یاد کړ تر څو د ترلاسه کړو زده کړو په مرسته يې په خپلو کورنیو کي ورڅخه ګټه پورته کړې وي.
همدارنګه د کورس لارښود استاد وحیدالله حقاني لومړی ټولو محصلینو ته د یاد کورس د بشپړېدو مبارکي وویل او د نورو محصلینو څخه یې هم وغوښتل تر څو په داسي اړینو پروګرامونو کي برخه واخلي.
د یاد اونیز کورس په اړه محصلینو د پوهنتون د رهبري او ټيم څخه ځانګړې مننه وکړل چي د دوی لپاره يې دا ډول ګټور پروګرامونه په لاره اچولي دي او د دې لړۍ د لا دوام غوښته يې کول.
د ویناو برخي څخه وروسته د فراغت سندونو د ویش بهیر پيل سو چي د ادارې لخوا ترتیب سوي سندونه د استادانو او اداري کارمندانو له لوري محصلینو ته ورکول سول.
د یادوني وړ ده چي یاد اونیز کورس د مسلکي پرمختيايي مرکز، عمومي لابراتوار څانګي، کارموندني مرکز او طب پوهنځی په ګډه همکاري ترتیب سوی و.