نن جمعه مبارکه د حوت میاشتي پر پنځمه ۱۴۰۱/۱۲/۵نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې په عمومي تالار کي د کندهار پوهنتون څخه د راغلي هیئت په حضور کي له لسګونو هغو کاندید محصلانو څخه ازموینه واخیستل سول چي د اقتصاد، طب، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو لپاره یې نوم لیکنه کړې وه.
د ازمویني مراسم د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت کولو پیل سول ورپسې ښاغلي محمد کریم کمال د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې په استازولي د پيل او ښه راغلاست وینا وکړل او تر څنګ يې ګډونوالو ته د ازمویني د پوره شفافیت په اړه ډاډ ورکړ.
د مقدماتي برخي څخه وروسته ټولو ځوانانو ته د سوالونو کتابچې او جواب پاڼي وویشل سوې. ازموینه په پوره شفافیت سره واخيستل سول چي پایلي به یې ډیر ژر اعلان کړل سي.
ورځ: جمعه مبارکه
نېټه: ۱۴۰۱/۱۲/۵