2023-12-03

د جنـوب زون په کچــه د تجـارانو مشورتي مـرکز (Business Hub) د جوړېدو هوکړه لاسليک سول!

 

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې او کوردیډ (Cordaid) مؤسسې تر منځ د جنوب زون په کچه د Business Hub جوړېدو هوکړه د میرویس نیکه تعلیمي او تحصيلي ګروپ عمومي رئيس ډاکټر نقیب الله افغان لخوا لاسلیک سول.

د هوکړي پر مهال د میرویس نیکه پوهنتون څخه ښاغلي محمد واسع صدیقي او د کوردیډ (Cordaid) مؤسسې څخه ښاغلي احمد ضياء پوپل او ښاغلي محمد عارف قریشي هم ګډون کړی و.

همدارنګه د لوی کندهار د تجارانو لپاره يې دا یو ښه زیری یاد کړ چي په دې سره زموږ سوداګر او تجاران وکولای سي چي خپلو تجارتي برخو ته لا پرمختیاء ورکړي.

او د ستونزو پر وخت ورسره حل لاري شریکي سي.

د یادوني وړ ده چي د جنوب زون په کچه تر دا مهاله

د تجارانو لپاره Business Hub شتون نه درلود دی.

د جنـوب زون په کچــه د تجـارانو مشورتي  مـرکز (Business Hub) د جوړېدو هوکړه لاسليک سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Apr-20