نن جمعه مبارکه د حوت میاشتي ۲۶مه نېټه په میرویس نیکه پوهنتون کي د کندهاري ډاکټر صاحبانو غونډه پر داسي مهال ترسره سول چي پکښي د یاد ولایت زیات شمیر ډاکټرانو ګډون کړی و د یادي غونډي مشري د کندهاري ډاکټرانو د اتحاديې رئيس ښاغلي ډاکټر الله نور سباون کول.
غونډه د قرانکریم په تلاوت کولو سره پيل سول
ورپسې د پيل او ښه راغلاست وینا استاد ډاکټر عبدالواحد وثیق وکړل.
د اجنډا سره سم ډاکټر صاحب ارغندابي د اتحاديې پر اساسنامې بحث وکړ.
وروسته ډاکټر صاحب امیر سید هاشمي د اتحادیې په اړه ترتیب کړی سیمنیار ارایه کړ.
همدارنګه د یادي اتحاديې رئيس ډاکټر الله نور سباوون د اتحادیې پر لاسته راسته راوړونو او فعالیتونو بحث وکړ او تر څنګ يې د اتحادیې راتلوونکي پلانونو د ګډونوالو سره شریک کړل.
په غونډه کي هغه ډاکټر صاحبانو چي تازه يې د تخصص زده کړي بشپړ کړې وې
ورته ترتیب کړي ستاینلیکونه ورکول سول.
د پروګرام په ورستۍ برخه کي د خوښۍ لمانځلو په موخه کیک مات کړ
او غونډه په دعاء کولو سره ماپښين ناوخته پای ته ورسېدل.
میرویس نیکه پوهنتون د ټولو علمي اشخاصو علمي کور دی
او همېش يې ملاتړ کړی دی.